مرکزي سیلوګانو کې د غنمو معیاري زېرمه کولو د بهیر څارنه

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱ - ۹:۲۱
مرکزي سیلوګانو کې د غنمو معیاري زېرمه کولو د بهیر څارنه

د کرنې وزارت د غنمو د تولید د زیاتولو او په هېواد کې د غنمو د معیاري زېرمه کولو په موخه یو پلاوی ګمارلی، چې پکې د مالي، څارنې او ارزونې او ځنګلونو رییسان، امنیتي سلاکار، د کرنې د معینیت سلاکار او د پلټنې ریاست استازی شامل دي، تر څو د غنمو د تخلیې او زېرمه کولو بهیر وڅاري او وپلټي.
د دې اقدام موخه د دې ډاډ ترلاسه کول دي، چې غنم په معیاري ډول زېرمه شي او په سیلوګانو کې د بې‌کیفیته او ناروغیو لرونکو غنمو د ننوتلو مخه ونیول شي.
دا اقدام همدارنګه د اقلیمي ناوړه اغېزو د کمولو، د غنم کرونکو بزګرانو ملاتړ، د زیات تولید هڅول، په بازار کې د نرخ ثبات ساتل او د غنمو له احتکار څخه د مخنیوي په موخه ترسره شوی دی. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت پلان لري، چې د بزګرانو د غنمو اضافه تولید په مناسبه بیه واخلي او په سیلوګانو کې یې زېرمه کړي، څو په مؤثر ډول ترې ګټه پورته شي.
په مرکزي سیلوګانو کې د غنمو د زېرمه کولو د بهیر د کره او ورځنۍ څارنې لومړیتوب د دې پلاوي له مهمو دندو څخه دي، تر څو ډاډ ترلاسه کړي، چې زېرمه شوي غنم د ټاکل شوو معیارونو سره په کمیت او کیفیت کې سم دي.

نظارت بر روند ذخیره‌سازی معیاری گندم در سیلوهای مرکزی 
۳۰ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
وزارت زراعت به منظور افزایش تولید و ذخیره‌سازی معیاری گندم در کشور، هیئتی متشکل از روسای مالی، نظارت و ارزیابی، جنگلات، مشاور امنیتی، مشاور معینیت زراعتی و نماینده ریاست تفتیش را برای نظارت و بررسی روند تخلیه و ذخیره‌سازی گندم در سیلوی مرکزی تشکیل داده است. 
هدف از این اقدام، اطمینان از ذخیره‌سازی گندم با کیفیت و جلوگیری از ورود گندم بی‌کیفیت و آلوده به امراض در داخل سیلوها می‌باشد.
این اقدام همچنین با هدف کاهش تاثیرات ناگوار اقلیمی، حمایت از دهقانان گندم‌کار، تشویق به تولید بیشتر، حفظ ثبات قیمت در بازار و جلوگیری از احتکار گندم صورت گرفته است. وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برنامه دارد که مازاد تولید گندم دهقانان را به نرخ مناسب خریداری و در سیلوها ذخیره نماید تا به شکل مؤثر به بهره‌برداری برسد.
نظارت دقیق و روزانه بر روند ذخیره‌سازی گندم در سیلوهای مرکزی برای اطمینان از کمیت و کیفیت گندم ذخیره‌شده مطابق با معیارات تعیین‌شده از اولویت‌های این هیئت می‌باشد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت