د لغمان د کرنې رییس د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۹ - ۱۲:۱۸
د لغمان د کرنې رییس د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې له چارواکو سره وکتل

د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد د خپل کار په دفتر کې د خوړو او کرنې نړۍوال ادارې له بهرني او داخلي مسؤلینو سره ولیدل. په دې کتنه کې د خوراک او کرنې نړۍوالې ادارې بهرني کارکوونکي چینایي بوزو او یورو نایټو، د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي او نور همکاران شامل وو.
د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د یادې ادارې ترسره شوې پروژې یې مثبتې یادې کړې. هغه له پلاوي څخه د طبیعي زېرمو، اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو، چک ډیمونو، ګرین هاوزونو، اړمنو کورنیو ته د نسلي غواګانو د وېش، د څارویو واکسینونو تطبیق، د کبانو فارمونو جوړول، د پروسس د وسایلو وېش، او نویو باغونو جوړولو په برخو کې د نوو پروژو د منظورېدو غوښتنه وکړه.
چینایي بوزو د غنمو او شولو فصلونو په اړه د کرنې ریاست له کارمندانو څخه خپل نظریات واخیستل او ډاډ یې ورکړ، چې د ریاست غوښتنو ته به د موجوده مالي امکاناتو په چوکاټ کې رسېدنه کوي. په ورته وخت کې، د خوړو او کرنې نړیوال سازمان د ختیځ زون مسؤل خوشحال اصفي وویل: چې دوی هڅه کوي د کرنې سکتور د پراختیا لپاره شته امکاناتو په کارولو سره د یاد ریاست غوښتنې پوره کړي. هغه زیاته کړه چې د لغمان لپاره څلور د کبانو حوضونه، پنځه ویشت ګرین هاوزونه، ۹۰چک ډېمونه او همدارنګه د بادپښ ولسوالۍ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شویو تخمونو ۳۰۰ ونډې وېشل په پام کې لري.
په پای کې، د لغمان د کرنې رییس د خوړو او کرنې نړۍوال سازمان مسؤلینو ته د پروژو په تطبیق کې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت