د پکتیا د کرنې رییس دپاملرنې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۵۱
د پکتیا د کرنې رییس دپاملرنې مؤسسې له چارواکو سره وکتل

پکتيا ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست په مقام کې دپاملرنې مؤسسې مسؤلينو د کرنې رياست له رییس مولوي سیدامین هاشمي سره د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
په ياده ناسته کې په دوه اړخېزه همکاريو د بحث ترڅنګ د ښې همغږۍ په رامنځته کولو ټينګار وشو، همداراز د پاملرنې مؤسسې مسؤلینو له ښاغلي هاشمي سره د خپلو راتلونکو پروژو په اړه معلومات شریک کړل.
ښاغلي هاشمي له دوی سره د چارو د ښه تنظيم او پروژو د اغېزمن تطبيق په برخه کې د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه، له دوی څخه یې وغوښتل، چې په پکتیا ولایت کې د پروسس مرکزونو، سړو خونو، د ځنګلاتو د احیا د برخې، د معیاری شنو خونو جوړونه، د مالدارانو د ملاتړ او ناروغیو مخنیوي، د ځمکې لاندې اوبو تغذیې په برخه کې پروژې پلي کړي او ټینګار یې وکړ چې خپل فعالیتونه  د کرنې رياست سره په همغږۍ سرته ورسوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت