خوست کې د «ګنجینه افغانستان» په نوم ملي نندارتون جوړ شو  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۸ - ۱۰:۴۶
خوست کې د «ګنجینه افغانستان» په نوم ملي نندارتون جوړ شو  

په خوست ولایت کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست له لوري جوړ شوی نندارتون د روان ۱۴۰۳ کال تلې میاشتې له ۲۴مې نېټې پیل شو او د تلې میاشتې تر ۲۶مې نېټې به دوام وکړي. یاد نندارتون چې د خوست ولایت په ملي لوبغالي کې جوړ شوی، پکې قیمتي، علمي، فرهنګي، تاریخي او په عمومي توګه د خوست ولایت داخلي فابریکو تولیدات نندارې ته وړاندې شول. د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر ښاغلي مولوي اسلام خان "منیب"، د پلان او برنامو عمومي مدیر اجمل "قاسمي" او د خصوصي سکتور مدیر افسرخان "صدیقي" هم په دې نندارتون کې ګډون کړی و. ښاغلي منیب د دې نندارتون جوړول یو مثبت ګام وباله او د نورو ورته نندارتونونو د جوړېدو هیله یې څرګنده کړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت