د خوست باک کې زر اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۲:۴۸
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د باک ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت، د (اېن اې سي) مؤسسې په همکارۍ، په باک ولسوالۍ کې زر اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش ترسره کړه.

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په چوکاټ کې د باک ولسوالی کرنیزو چارو عمومي مدیریت، د (اېن اې سي) مؤسسې په همکارۍ، په باک ولسوالۍ کې زر اړمنو بزګرانو ته د اصلاح شويو غنمو تخمونو او کیمیاوي سرو وېش ترسره کړه.
د دې مرستې موخه د کرنیزو حاصلاتو زیاتوالی او د بزګرانو اقتصادي وضعیت ښه کول دي. د کرنې ریاست چارواکو ویلي، چې په راتلونکي کې به هم د ورته پروژو له لارې د بزګرانو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په دې وروستیو کې د بېلابېلو نړيوالو او محلي مؤسسو په همکارۍ په یو شمېر ولسوالیو کې د بزګرانو د ملاتړ لپاره کرنیزې پروژې پيل کړي، چې موخه یې د کروندګرو د حاصلاتو زیاتول او د خوست ولایت کرنیز سکتور پیاوړي کول دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت