لغمان کې د کثیرالرشتوي انستیتوت زده کړیالانو ته د نباتي ناروغیو او افاتو د پیژندنې او مخنیوي په برخه کې د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۱۱:۲۹
لغمان کې د کثیرالرشتوي انستیتوت زده کړیالانو ته د نباتي ناروغیو او افاتو د پیژندنې او مخنیوي په برخه کې د عملي او نظري زده کړو زمینه برابره شوه

۲۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د بوټوساتنې مدیریت مسلکي کارمندانو له لورې د کثیرالرشتوي انستیتوت د کرنې دبرخې زده کړیالانو ته د نباتي ناروغیو او افاتو د پیژندې او مخنیوي په برخه کې عملي او نظري زده کړې ورکړل شوه.
 په دغه عملي روزنه کې یادو محصلینو ته عملاً هغه نباتات چې دناروغیو او افاتو تر حملې لاندې راغلي وه او د ناروغیو نښې او علایم پرې لیدل کېدل ور وښودل شو او د مخنیوي په هکله یې کیمیاوي، بیولوژیکي او میخانیکي کنترول طریقې ورته تشریح شوې.
د لغمان دکرنې رییس مولوي عبدالستار محمد وویل، چې تر دې مهاله یې  د کرنې او وټرنرۍ پوهنځۍ، انستیتوت او مسلکي لېسو محصلینو او شاګردانو ته عملي او نظري زده کړې په برخه کې د مسلکي کارکوونکو پرمټ روزنه ورکړې او دهمکارۍ دا لړۍ به دوام ولري.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت