پکتیا کې لسګونه شنې خونې جوړېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۲۱
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،آر،ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۱۴۵ شنې خونې جوړېږي.

٢۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمي وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «او،آر،ډي» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ په دې ولایت کې د موسمي سبو د کرکیلي دودولو او د بزګرانو د ملاتړ په پار ۱۴۵ شنې خونې جوړېږي.
ښاغلی هاشمی په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه شنې خونې ۳۰ په مرکز ګردیز، ۳۰ په شواک، ۲۵ په زرمت، ۳۰ په سیدکرم او ۳۰ په جاني خیلو ولسوالیو کې جوړېږي، چې د دغو شنوخونو جوړولو په پار پر ۱۴۵ بزګرانو د شنوخونو ۴۱ توکي ووېشل شول.
یادی شنې خونې په ټولو موسمونو کې سابه او ترکاریو ته د پکتیا د خلکو د لاس رسي، د موسمي تولیداتو زیاتوالی او په بازارونو کې د کرنیزو حاصلاتو د ډېرښت په پار په دې ولایت کې جوړېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت