ننګرهار کې سلګونه بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۰:۶
ننګرهار کې سلګونه بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته کېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د خیریه بشري مؤسسې له لورې په سپین غر، لعلپوري، اچین او مومندري ولسوالیو کې د ۴۱۷ تنو بزګرانو سروي ترسره شوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن  وویل د خیریه بشریه موسسې له لورې ۴۱۷ بزګرانو سره د غنمو اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو مرسته کېږي.
ښاغلي محسن وویل هر بزګر ته به د یو جریب ځمکي لپاره ۲۵ کیلو ګرامه دغنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره، ۵۰ کیلوګرامه یوریا سره، بېلچه، رمبی، پنجې،لور او موزي ورکړل شي.
نوموړې زیاته کړه، چې یادو بزګرانو ته به د کرلو، هرزه وښو ټولولو، ناروغیو مخنیوي، سرې استعمال، اوبو لګولو او حاصل ټولولو برخو کې روزنه هم ورکړل شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت