د کندهار ارغنداب ولسوالی مالدارانو سره د ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۳:۳۶
د کندهار ارغنداب ولسوالی مالدارانو سره د ستونزو د حل په موخه غونډه وشوه


٢۲ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ارغنداب ولسوالۍ د کرنې مسؤلینو د یادي ولسوالۍ د مالدارانو سره غونډه وکړه. په دې غونډه کې د مالدارانو ستونزې واورېدل شوې او اړینې پرېکړې د حل په موخه ونیول شوې.
په غونډه کې، د ارغنداب ولسوالۍ د کرنې مسؤل حافظ احمد، د مالدارانو ستونزې واورېدې چې پکې د څارویو واکسین، وړیو ته بازارموندنه، د څارویو د خوراکي موادو مرسته او د زکات اړوند موضوعات شامل وو. 
حافظ احمد د ټولو مالدارانو د راتګ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست همېشه هڅه کړې ده، چې د مالدارانو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي او د اړتیا په وخت کې له هغوی سره اړینې مرستې ترسره کړي. هغه د مالدارانو سره د هر ډول همکارۍ ژمنه وکړه او د هغوی د لاسنیوي لپاره یې ډاډ ورکړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت