د کندهار ارغنداب کې د طبیعي زېرمو ساتنې او پوهاوي څارنه ترسره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۰:۵۱
د کندهار ارغنداب کې د طبیعي زېرمو ساتنې او پوهاوي څارنه ترسره شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ارغنداب ولسوالۍ په څړځایونو کې د طبیعي زېرمو د ساتنې او پوهاوي په موخه څارنه ترسره کړه.
د کرنې ریاست مسؤلینو په دې څارنه کې د سیمې اوسېدونکو او مالدارانو ته د طبیعي زېرمو، څړځایونو، رود خونو او بوټو ارزښت په اړه معلومات ورکړل. هغوی ته د دې شتمنیو د ساتنې اړوند پوهاوی وړاندې شو او ټینګار یې وکړ چې خلک باید د خپلو طبیعي زېرمو ساتنه وکړي او د هر ډول تخریب او زیان څخه ډډه وکړي. مسؤلینو وویل چې د زیانمنو فعالیتونو مخنیوي لپاره جدي اقدامات کوي او په راتلونکي کې به هم خپل فعالیتونه جاري وساتي.
دا څارنه د دې لپاره ترسره شوې چې د سیمې خلک د خپلو طبیعي شتمنیو په ارزښت پوه شي او د هغوی په ساتنه کې فعاله برخه واخلي. د کرنې ریاست د دې شتمنیو د ساتنې لپاره د لا زیاتو اقداماتو ژمنه وکړه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت