د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لپاره نوي مسئولین معرفي شول

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۰:۱۸
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لپاره نوي مسئولین معرفي شول

د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت لپاره د سوداګرۍ بازار موندنې او مالي او اداري چارو رئیسان، املاکو امر او د فارمونو نوي امرین معرفي شول او په دندو یې پیل وکړ. انجنیر ندي الله «نیازی» د سوداګرۍ بازار موندنې رئیس، انجنیر محمد اجان «راشد» د مالي او اداري چارو رئیس، سید عبدالله د څلورم فارم امر، قاري حمدالله د دویم فارم امر، او بشیر احمد «مومن» د لومړي «هډې فارم» امر په توګه ټاکل شوي دي. دوی د ننګرهار ولایتي ادارې د یو شمېر رئیسانو په شتون کې د شرکت کارکوونکو ته معرفي شول.
په دې غونډه کې د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس مولوي غلام الرحمن «کظیم» هم ګډون وکړ. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت نوي مسئولین په خپلو بستونو کې مسلکي او د اداري چارو په برخه کې تجربه لرونکي دي.
د معرفي مراسمو په ترڅ کې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رئیس سید محمد نعیم «محمدي» او د ننګرهار ولایت د بشري سرچینو رئیس، د ښاري اوبو رسولو او فاضلابو امارتي شرکت لوی رئیس، د ننګرهار کرنې رئیس، د بهرنیو چارو رئیس، د افغانستان بانک رئیس، د ننګرهار کانال امارتي شرکت امرین، د فارمونو د کرنې مدیران او نورو مسئولینو او کارکوونکو ګډون درلود.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت