د خوست قلندر کې پر لسګونو مالدارانو مرستې وېشل کېږي
د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د «ټي،ال،او» خیریه مؤسسې په مالي همکارۍ د قلندر ولسوالی ۱۰۰ تنو مالدارانو سره د مرستې په موخه د مستحقو کورنیو د سروې چاره ترسره شوه.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په ترڅ کې پر یادو مالدارانو د څارویو روزنې او ساتنې اړین توکي وېشل کېږي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې د مالدارۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول دي.