د کندهار ٨ ولسوالیو کې پر دوه زره بڼوالو د حاصل ټولولو اړین توکي ووېشل شول 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۱:۲۵
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (یو،ان،ډي،پي) په مالي او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په اتو ولسواليو کې پر دوه زره بڼوالو د بڼوالۍ اړین توکي وېشلي دي.

١٩ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٧ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (یو،ان،ډي،پي) په مالي او د سولې بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت په اتو ولسواليو کې پر دوه زره بڼوالو د بڼوالۍ اړین توکي وېشلي دي.
 دا مرسته د کرنې د مسؤولینو په حضور کې، د یوې رڼې پروسې له لارې ترسره شوه، چې موخه یې د بڼوالو ملاتړ، د کرنې سکتور پراختیا او په بڼونو کې د نوې کرنې ترویج دی.
په دې مرستو کې هر بڼوال ته د ۱۰۰ ډالرو په ارزښت یو کیټ ورکول شوی دی، چې یوه المونیمي زینه، د حاصلاتو راټولولو لپاره یوه بسته او ۵ پلاستیکي جالۍ پکې شامل دي. د دې توکو په کارولو سره به بڼوال په اسانۍ او خوندي ډول خپل حاصلات راټول کړي.
د کندهار کرنې ریاست مسؤلینو ټینګار کړی چې بڼوال دې یاد شوي وسایل په مناسبه توګه وکاروي او په بازار کې دې یې له پېرلو ډډه وکړي.
برخمن شوي بڼوال د کندهار کرنې ریاست او د سولې بنسټ مؤسسې څخه خوښ دي، چې په ورته برخه کې ورسره اړینې مرستې کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت