ننګرهار کې پر ٢٠ بزګرانو د شفتلې اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۳۸
ننګرهار کې پر ٢٠ بزګرانو د شفتلې اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

١٨ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٦ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې له لورې ۲۰ تنو ته د څارویو وښو زیاتېدو په موخه د شفتلې اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ورکړل شو.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل د هالینډ کمیټه په بهسود، کوزکونړ او چپرهار ولسوالیو کې ۲۰ تنو بزګرانو او مالدارانو ته دنیم جریب ځمکې لپاره د مالدارۍ پیاوړتیا او د علوفه جاتو زیاتوالي،ترویج او باکیفیته غذایي موادو برابرولو په موخه تخمونه ووېشل.
 ښاغلي محسن وویل هر بزګر ته د شفتلې تخم، توره سره، یوریا سره، بېلچه او پنجي د کرنیزو عملیو ترسره کولو په پار ورکړل شو.
نوموړې زیاته کړه یادو بزګرانو ته د کښت، اوبو لګولو، هرزه وښو کنټرول او نورو اړونده برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت