نیمروز کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي پلاوي غونډه

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۳:۵۳
نیمروز کې د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي د تخنیکي پلاوي غونډه

١٧ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
 د نيمروز ولايت د امارتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بیا راګرځیدلو تخنیکي پلاوي اونیزه اداري غونډه د همدې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ او د تخنیکي پلاوي د رییس، مولوي شیراحمد "رفیع" په مشرۍ چې پرمهال يې د تخنیکي پلاوي غړو هم حضور درلود، ترسره شوه.
په همدې غونډه کې د مرکزي کمیسیون د تخنیکي پلاوي  لخوا رالېږل شویو ګڼه لیکونو نیمروز ولایت ته په اړه هم بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
همدا راز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ د رییس په مشرۍ ګډه کمېټه وټاکل شوه، تر څو د تا ګرشک د سیمې  موضوع وڅېړي او خپل راپور د یادې کمېټې غړو ته وړاندې کړي.
همدا راز د تخنيکي پلاوي لپاره د توکو د پېرلو په موخه د نيمروز ولايت د مستوفي په مشرۍ يو بل پلاوى هم وټاکل شو.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې د خاشرود ولسوالی د خاکک کلي دوسيې، د غرغري ښاروالۍ د مفصل پلان وروستي راپور او د زرنج ښار د نظام آباد په کلي کې د ۶۶ نمبر کاډسټري د وروستي راپور په اړه بحث وسو او د وروستۍ پریکړې په موخه مرکزي کمیسیون ته واستول شو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۳
Background image

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون

د کرنیزو او مالدارۍ سږنی درې دېرشم خزاني نندارتون « د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګه‌ونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار.»شعار سره، د ۱۴۰۴ ام کال دتلې له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۰:۳۱
Background image

لوګر کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس په مشرۍ په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې د کرنې او مالدارۍ په برخه. . .

بازگشت