کرنې وزارت کې د څارویو د سرشمېرنې په پار تخنیکي غونډه جوړه شوه  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۷ - ۱۱:۴۰
کرنې وزارت کې د څارویو د سرشمېرنې په پار تخنیکي غونډه جوړه شوه  

١٧ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٥ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې ترمنځ د څارویو د سرشمېرنې پروسې د تطبیق په اړه درې اړخیزه تخنیکي غونډه جوړه شوه.  
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني په دې اړه وویل: «د څارویو سرشمېرنه، د لبنیاتو تولید کچه او په افغانستان کې د مالدارانو شمېر مهم دي؛ دا بهیر باید بشپړ شي.»  
په همدې حال کې، په کابل کې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د ستراتیژیکې همغږۍ او اړیکو مسؤل نجیب الله امیرزي وویل: «د څآرویو د سرشمېرنې لپاره لومړني کارونه پیل شوي دي. له دې وروسته به د معلوماتو راټولول ترسره شي، دا پروسه لومړی په کابل او بیا په ولایتونو کې پلې کېږي.»  
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې د مالدارۍ مسؤل ډاکټر لطف الله رنګ د کاري بهیر په اړه وضاحت ورکړ او زیاته یې کړه: «یو ځانګړی اپلیکیشن جوړ شوی دی، چې په افغانستان کې مالداري په تفصیل سره پکې ښودل کېږي. دا کار د دولت او مالدارانو لپاره مهم دی.»  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د احصایې ملي ادارې سره په همغږۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په همکارۍ پلان لري، چې په افغانستان کې د څارویو سرشمېرنه وکړي. که څه هم دا سرشمېرنه له ۲۰۰۰ام کال وروسته هم ترسره شوې وه، خو په شمېرو کې یې اختلافات شته

جلسه تخنیکی پیرامون چگونگی انجام سرشماری حیوانات در وزارت زراعت دایر شد
۱۷ میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
جلسه تخنیکی سه جانبه میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، اداره ملی احصاییه و معلومات و سازمان خوراک و زراعت ملل متحد پیرامون  چگونگی تطبیق پروسه سرشماری حیوانات در وزارت زراعت دایر گردید.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت در این باره گفت:« سرشماری حیوانات، میزان تولید لبنیات و آمار مالداران در افغانستان مهم است، این روند باید تکمیل شود.»
در همین حال نجیب‌الله امیرزی مسوول همآهنگی استراتیژیک و ارتباط سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در کابل گفت:« کارهای مقدماتی برای سرشماری حیوانات آغاز شده است بعد از آن جمع آوری معلومات صورت میگیرد، این پروسه ابتدا در کابل بعد در ولایت تطبیق می‌گردد.»
داکتر لطف الله رنگ مسوول مالداری سازمان خوراک و زرعت روند کاری را تشریح کرده افزود: اپلیکیشن مشخص ساخته شده است که در آن مالداری در افغانستان با جزییات مشخص میسازد، این کار برای دولت و مالداران مهم است.»
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با اداره ملی احصاییه در هماهنگی سازمان خوراک و غذا ملل متحد در نظر دارند تا حیوانات را در افغانستان سرشماری نمایند، هرچند این سرشماری پس از سال ۲۰۰۰ نیز صورت گرفته است اما در آمار آن ضد نقیض وجود دارد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت