د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې په دوامداره توګه د څارویو حلالولو ځایونه څارل کېږي

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۴:۰
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې په دوامداره توګه د څارویو حلالولو ځایونه څارل کېږي

۱۶ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتيا امریت مسلکي کارکوونکو لخوا ددې ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د څارویو د حلالولو له ځایونو څخه هره ورځ څارنه او ارزونه ترسره کېږي.  
ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا قصابانو ته مسلکي سپارښتنې کېږي، څاروي له حلالولو وړاندې معاینه کېږي، کله چې د صحت له پلوه څاروي مطمئن شي نو بیا د حلالولو اجازه ورکول کېږي او تر حلالولو وروسته یې پر غوښو د صحت مهر لګول کېږي.
 د دغې دوامدارې څارنې او ارزونې موخه د خرابو او غیر صحي غوښو د پلور مخنیوی او هلمندوالو ته د باکیفیته غوښو وړاندې کول دي.
ددې څارنې په ترڅ کې د کرنې ادارې مسلکي کارکوونکو لخوا د  قصابیو اړوندو هټیوالو ته په بېلابېلو برخو کې لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت