د کرنې وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره په کابل کې وکتل  

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۳۷
د کرنې وزیر د ایران د اسلامي جمهوریت له پلاوي سره په کابل کې وکتل  

د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري، په کابل کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني په حضور کې، د ایران اسلامي جمهوریت له یو پلاوي سره وکتل او خبرې اترې وکړې.  
په دې لیدنه کې، د دواړو هېوادونو چارواکو د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.  
د ایران په پلاوي کې چې مشري یې د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمي کوله د والي سیاسي او امنیتي مرستیال علیرضا مرحمتي، د اقتصادي همغږۍ مرستیال داود شهرکي، د ودانیزو چارو مرستیال منصور بیجار، د ایران د پارلمان غړو محمد سرګزي او فرهاد شهرکي او په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال غلامرضا نجاري شامل و. د کرنې د جهاد سازمان رییس علیرضا دهمرده او د ایران د کرنې وزارت سلاکارانو هم په دې ناسته کې حضور درلود.  
په دې لیدنه کې دواړو لوریو په کرنې، مالدارۍ، د خوراکي توکو په صادراتو او وارداتو، د افغانستان د کرنې وزارت د کارکوونکو په روزنه او په ګډو پانګونو ټینګار وکړ.  
مولوي عطاءالله عمري د ایراني پلاوي د ښه راغلاست پر مهال، په کرنې او مالدارۍ کې د ایران پرمختګونه یاد کړل او هیله یې وښوده، چې افغانستان به وکولای شي د ایران له علمي او فني تجربو او لاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړي. هغه همدارنګه په راتلونکي کې د دې همکاریو د عملي کولو لپاره د ګامونو اخیستلو پر اړتیا ټینګار وکړ.  
ایراني پلاوي د خپل سفر موخه په کرنې او مالدارۍ کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړي کول، افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو ورکول او د صادراتو او وارداتو زیاتول اعلان کړل. هغوی همدارنګه په کب نیونه، کرنه، بڼوالۍ، د پرمختللو لابراتوارونو جوړولو او د څېړنیزو فارمونو په برخه کې د ایران لاسته راوړنې یادې کړې او په دې برخو کې یې د همکاریو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړ.  
په پای کې، د افغانستان د کرنې وزیر  د ایران له پخوانیو همکاریو څخه مننه وکړه او په ټولو برخو کې یې د همکاریو د پراختیا لپاره د خپل هېواد چمتووالی څرګند کړ.

دیدار وزیر زراعت با هیئت جمهوری اسلامی ایران در کابل
مولوی عطاءالله عمری، وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، در کابل با هیئتی از دولت جمهوری اسلامی ایران دیدار و گفت‌وگو کردند. 
در این دیدار، مقامات دو کشور در زمینه تقویت همکاری‌های دوجانبه در حوزه‌های زراعت و مالداری تبادل نظر کردند.
هیئت ایرانی به رهبری محمد کرمی، استاندار سیستان و بلوچستان، و با حضور علیرضا مرحمتی، معاون سیاسی و امنیتی استاندار، داود شهرکی، معاون هماهنگی اقتصادی، منصور بیجار، معاون عمرانی استاندار، محمد سرگزی و فرهاد شهرکی، نمایندگان مجلس ایران، و غلامرضا نجاری، معاون سفارت ایران در کابل، شرکت داشتند. علیرضا دهمرده، رئیس سازمان جهاد کشاورزی، و مشاوران وزارت زراعت ایران نیز در این نشست حضور داشتند.
در این دیدار، طرفین بر توسعه همکاری‌های دوجانبه در زمینه‌های زراعت، مالداری، صادرات و واردات محصولات خوراکی، آموزش کارمندان وزارت زراعت افغانستان، و سرمایه‌گذاری‌های مشترک تأکید کردند.
مولوی عطاءالله عمری ضمن خوش‌آمدگویی به هیئت ایرانی، از پیشرفت‌های ایران در بخش‌های زراعت و مالداری یاد کرد و ابراز امیدواری نمود که افغانستان بتواند از تجربیات و دستاوردهای علمی و فنی ایران بهره‌مند شود. وی همچنین بر لزوم برداشتن گام‌های عملی در آینده برای تحقق این همکاری‌ها تأکید کرد.
هیئت ایرانی نیز هدف از سفر خود به افغانستان را تقویت همکاری‌های متقابل در بخش‌های مختلف زراعت و مالداری، ارائه بورسیه‌های تحصیلی برای محصلان افغان، و افزایش صادرات و واردات محصولات اعلام کرد. آنان همچنین به دستاوردهای ایران در زمینه‌های ماهی‌پروری، زراعت، باغداری، ایجاد لابراتوارهای پیشرفته و فارم‌های تحقیقاتی اشاره کرده و آمادگی خود را برای همکاری در این زمینه‌ها ابراز داشتند.
در پایان، وزیر زراعت افغانستان از همکاری‌های پیشین ایران قدردانی کرد و بر آمادگی کشورش برای گسترش همکاری‌ها در تمامی زمینه‌ها تأکید نمود.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۳
Background image

د کندهار ژړۍ کې دوه زره بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم او کیمیاوي سره ووېشل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د خوراک نړیوال سازمان (ایف.اې.او) په مالي ملاتړ او د (او.آیچ.ډبلیو) مؤسسې په. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۵:۲۱
Background image

د کندهار ښورابک کې د غنمو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرې د وېش دویمې لړۍ  نوملیکنه پیل شوه

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت په ښورابک ولسوالی کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه او د خوراک نړیوال سازمان (اف. اې. او) په مالي ملاتړ، د (او.. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۳ - ۱۴:۱۹
Background image

د هلمند کرنې ریاست د زرګونو طبیعي بوټو کرلو بهیر پیل کړ

۳ لېندۍ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت کرنې ریاست د طبیعي سرچینو آمریت اړوند د څړځایونو مدیریت بولان مرکزي قوریه کې ۲۰۰ زره نیالګي لکه غز، اوښملغې او شین غزۍ قلمې په. . .

بازگشت