میدان وردګو ولایت کې یوه سړه خونه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۵:۳۴
میدان وردګو ولایت کې یوه سړه خونه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوه

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست، د مرکز میدان ښار اول خېلو سیمه کې د ۵۰۰ مټریک ټنو په ظرفیت، یوه سړه خونه خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړه.
د میدان وردګ ولایت د کرنې ریاست رییس، الحاج مولوي نیازمحمد عابد، وویل چې دا سړه خونه خصوصي شرکت ته په قرارداد ورکړل شوې. هغه زیاته کړه چې د عوایدو نورو سرچینو لپاره هم کار روان دی، چې پکې د شیدو د راټولو د پروسس مرکز، د مېوو د سورت او سولر فود درایر مرکز، او په سیداباد ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ ټنو په ظرفیت بله سړه خونه هم شامل دي. مولوي نیازمحمد له پانګوالو څخه وغوښتل، چې په میدان وردګ ولایت کې د پانګونې له شته ښو فرصتونو ګټه واخلي او پانګونه وکړي.
د خصوصي شرکت مسوول، اسحق مشتاق کروخي، وویل چې په دې سړه خونه کې اوس هغه مڼې ځای پر ځای شوي، چې د دې ولایت له بزګرانو څخه یې په مناسبه بیه پېرلې دي. هغه زیاته کړه چې موخه یې د مڼو صادراتو ته بازار موندل دي، خو د سړې خونې لپاره د صنعتي برېښنا نشتون یوه جدي ستونزه ده او مسوولین دې ورته پام وکړي.
د ولایت مقام د دفتر رییس، مفتي محمد ظابط حارث، د شرکت له مسوولینو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د برېښنا ستونزې به یې حل او نورې اسانتیاوې به ورته برابرې کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت