د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان مسوول سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۵ - ۱۱:۳۲
د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان مسوول سره د کرنې او مالدارۍ مرستیال لیدنه

١٥ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
٣ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال  مولوي صدراعظم عثماني، د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان د بشردوستانه عملیاتو د همغږۍ او همکارۍ مدیر، اِمری یاکسک سره لیدنه وکړه.  
مولوي صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې وویل: «په ۲۰ کلنه جګړه کې د افغانستان بنسټونه وران شوي، د بنسټونو او سازمانونو مرسته د بیا رغونې لپاره اړینه ده، موږ له اسلامي هېوادونو غواړو چې په افغانستان کې د جوړونې په چارو کې برخه واخلي.»
مولوي صدراعظم زیاتوي: «افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د افغانستان د کرنې میکانیزه کول د بزګرانو لپاره جدي اړتیا ده، د اسلامي هېوادونو لپاره باید افغانستان لومړیتوب وي ځکه چې کوکنار په افغانستان کې له منځه تللي، روږدي په درملنه کې دي او د هغوی لپاره کارموندنه مهمه ده.»
په دې لیدنه کې د خوړو خوندیتوب د اسلامي سازمان د بشردوستانه عملیاتو د همغږۍ او همکارۍ مدیر اِمری یاکسک وویل: "موږ غواړو په مختلفو برخو کې همکاري وکړو، زموږ یوه فعاله هڅه د هرات ولایت د زنده‌جان ولسوالۍ کې د ټراکټورونو وېش دی، موږ ستاسو د لومړیتوبونو سره سم مخ ته ځو."  
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مشرتابه هڅه کوي چې د ملي او نړیوالو بنسټونو او مووسسو پام  راجلب کړي، تر څو د بزګرانو او مالدارانو لپاره د همکارۍ او مرستې زمینه برابره کړي.

دیدار معین زراعت و مالداری با مسوول سازمان اسلامی برای امنیت غذایی
۱۵  میزان ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با اِمری یاکسک مدیر هماهنگی و همکاری عملیات بشردوستانه سازمان اسلامی برای امنیت غذایی دیدار کرد.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار گفت:« در 20 سال جنگ زیربناهای افغانستان تخریب شده است، حمایت نهادها و سازمان‌ها در بازسازی ضروری است، ما از کشورهای اسلامی می‌خواهیم در ساخت و ساز افغانستان سهم بگیرند.»
مولوی صدراعظم افزود:« افغانستان یک کشور زراعتی است میکانیزه‌سازی زراعت افغانستان نیاز جدی دهاقین است، اولویت کشورهای اسلامی باید افغانستان باشد چون کوکنار درافغانستان ختم شده است، معتادین در حال درمان است و شغل‌یابی برای آن‌ها مهم است.»
اِمری یاکسک مدیر هماهنگی و همکاری عملیات بشردوستانه سازمان اسلامی برای امنیت غذایی در این دیدار گفت:« ما می‌خواهیم در بخش‌های مختلف همکاری داشته باشیم، یکی از فعالیت‌های ما توزیع تراکتورها در ولسوالی زنده‌جان ولایت هرات است، ما مطابق اولویت شما به پیش می‌رویم.»
رهبری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تلاش می‌ورزد تا با جلب توجه نهادها و موسسات ملی و بین‌المللی زمینه همکاری و کمک برای دهاقین و مالداران را فراهم نماید.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۳
Background image

خوست کې پر سلګونه بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش پيل شو

د خوست ولایت په کرنیز سکتور کې د حاصلاتو د زیاتوالي او معیاري کرنې د ترویج په موخه، پر سلګونو بزګرانو د اصلاح شويو غنمو  تخمونو وېش لړۍ رسماً پیل شوه.
په پرانیستغونډه کې د خوست دکرنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۹ - ۹:۴۰
Background image

د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت لپاره د بودیجې تخصیص

د هېواد په کچه د مخابراتي انتنونو د ځمکو د تثبیت او پېژندلو په موخه، د ا.ا.ا عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله اته میلیونه افغانۍ بودیجه ځانګړې کړې ده، څو له مرکز څخه  یو پلاوی واستول شي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۱۵:۴۰
Background image

د کرنې وزارت او دوو امارتي ادارو ترمنځ د ځمکې د لېږد تړونونه لاسلیک شول

۱۸ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۸ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو  ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو چارو. . .

بازگشت