د ننګرهار په څېړنیز فارم کې د اوړني نباتاتو د کروندې ورځ ولمانځل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۵:۴۲
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو دکرنې او خوړو ادارې له لوري د اوړني نباتاتو (جوار، مۍ، سویابین او شولو)  د کروندې ورځ ولمانځل شوه.

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو دکرنې او خوړو ادارې له لوري د اوړني نباتاتو (جوار، مۍ، سویابین او شولو)  د کروندې ورځ ولمانځل شوه.
په دې نمانځغونډه کې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس، مولوي محمد ولي محسن، د ملګرو ملتونو ادارې د همکارۍ له امله مننه وکړه او د دې ورځې د ارزښت په اړه یې خبرې وکړې. نوموړي وویل، چې په څېړنیز مرکز کې د غلو دانو، سبو او مېوو په مختلفو ډولونو څېړنې ترسره کېږي، او تر ټولو مهم تمرکز یې د غنمو او شولو د اصلاح په برخه کې دی. هغه د اصلاح شویو تخمونو د تولید هڅې یادې کړې او د خصوصي شرکتونو او ترویج کارکوونکو څخه یې غوښتنه وکړه چې د دې تخمونو ترویج کې جدي او صادقانه ګامونه واخلي.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ختیځ زون مسوول، خوشحال آصفي، وویل چې د دې ادارې له لوري په ټولو زونونو کې څېړنیز مرکزونه تمویلیږي او د اصلاح شویو مورنیو تخمونو په تولید کې مهم رول لوبوي. نوموړي زیاته کړه چې هر کال زرګونه بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي او په راتلونکو کلونو کې به دا شمېره لا زیاته شي.
په غونډه کې لسګونه بزګرانو، محصلینو او مسوولینو ته د قطاري کرنې، کرنیزو پروسو او د اوړني نباتاتو کروندې ارزښت په اړه معلومات وړاندې شول. همدارنګه د ننګرهار پوهنتون استادانو ډاکټر عصمت الله دوراني او استاد شیرزاد عزیزي د اصلاح شویو تخمونو په ترویج او ارزښت خبرې وکړې او اړوندې سپارښتنې یې وړاندې کړې.
د غونډې په پای کې په کرونده کې عملي روزنه ترسره شوه، چې ترویج مدیرانو، بزګرانو او محصلینو ته علمي او تخنیکي معلومات ورکړل شول.
د اوړني نباتاتو کروندې ورځ، د کرنې په ډګر کې د نویو ټکنالوژیو او تخمونو د ترویج لپاره لمانځل کېږي، چې موخه یې بزګرانو ته د عصري کرنیزو مېتودونو او اصلاح شویو تخمونو په اړه معلومات وړاندې کول دي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت