د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال: د کرنیزو محصولاتو د صادراتو ستونزو د بنسټیز حل په موخه له ډيپلوماتیکو لارو چارو خبرې روانې دي

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۴۳
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال: د کرنیزو محصولاتو د صادراتو ستونزو د بنسټیز حل په موخه له ډيپلوماتیکو لارو چارو خبرې روانې دي

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د لوګر دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او  د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه همکارۍ  لوګر کې د تازه مېوو او سبو، د بزګرانو او سودا ګرو د ستونزو پیژندنې په موخه غونډه دائره شوه.
په دې غونده کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی،  د لوګر د والي مرستیال محمد انور دین پرور، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمد الله زاهد، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند، د لوګر د علماؤ شورا رییس، د کرنې او مالدارۍ رییس د ولایتي ادارې ملکي او نظامي مسؤلینو، علماوو، سوداګرو، قومي مشران، بزګرانو او ځوانانو ګډون کړی وو. 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیر محمد عباس ستانکزی وویل، چې په تېرو درېیو کلنو کې د یو شمېر نورو برخو ترڅنګ د کرنې او سوداګرۍ په ډګر کې ډېر پرمختګونه رامنځته شوي دي.
ښاغلي عباس زیاتویي، کومې ستونزې، چې د کرنیز او حیواني محصولاتو په وړاندې شتون لري، د ځینو ګاونډیو هېوادونو له لوري وخت ناوخته جوړېږي، چې د بنسټیز حل په موخه یې له ډيپلوماتیکو لارو چارو خبرې روانې دي.
دغه ډول د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وویل؛ دخدای شکر دی، چې اوس مهال هېواد کې خپلواک اسلامي نظام قایم دی، او شته ستونزط له تېرو حکومتونو څخه موږ ته پاتې دي، چې د حل په موخه یې د اسلامې امارت مشران هڅه کوي ترڅو یې په بنسټیز ډول حل، سوداګرو او بزګرانو ته یو لړ آسانتیاوې برابرې شي.
ورته مهال د صنعت او سوداګرۍ وزارت لومړی مرستیال مولوي احمدالله زاهد او د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند  په وار سره وویل چې؛ د کرنیز او حیواني محصولاتو د ساتني او بازار ته پر وخت وړاندې کولو په موخه صنعتي مرکزونه خورا مهم دي، چې په نږدې راتلونکي کې به د لوګر ولایت محمد آغې ولسوالۍ کې د صنعتي پارک ځمکې په سودا ګرو ووېشل شي.
دوی زیاته کړه، چې د کورنیو محصولاتو د ملاتړ په موخه به په نږدې راتلونکي کې بهرنیو توکو باندې مالیه لوړه شي ترڅو ملي تولیداتو ته ښه بازار موندنه وشي. 
ورته وخت کې د لوګر د والي مرستیال او د لوګر د علماؤ شورا رییس په وار سره د بزګرانو او سوداګرو پر وړاندې د ټرانیزیټ برخه کې یو لړ ستونزې شریکې کړې او غوښتنه یې وکړه، چې د کورنیو محصولاتو ته بدیله لار وموندل شي، ترڅو د هېواد کرنیز او حیواني محصولات په ښه توګه تر نړۍوالو بازراونو ورسېږي.
هاخوا د لوګر د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس مولوي محمد یعقوب مهمند د لوګر د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید او د بزګرانو په استازيتوب عید محمد احمدزي هم په وار سره په دې ولایت کې د بزګرانو او سوداګرو په وړاندې له ستونزو څخه د یادونې ترڅنګ اړوند مسؤولینو څخه یې د حل غوښتنه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې په یاده غونډه کې د لوګر ولایت یو شمېر کرنیز محصولات هم نندارې ته وړاندې شوي وو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت