پچیر اګام ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۳۱
44

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې په مالي لګښت او د اکشن ایډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ پچیر اګام ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل. 
د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش په مراسمو کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې د ختیځ زون مسؤل انجینر خوشحال اصفي، د کرنیزو خدمتونو امر مفتي عزیز الرحمن عزیز، د احصایې او معلوماتو د تنظیم امر قاري سیلاب ذکریا، د اکشن ایډ مؤسسې مسؤل عبدالواسیع حنیفي، د پچیر اګام ولسوالۍ مرستیال ولسوال او نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.
انجینر خوشحال اصفي په دې غونډه کې وویل چې سږکال په ننګرهار کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل کېږي، چې په پچیر اګام ولسوالۍ کې ۱۲۰۰ بزګرانو ته د وېش لړۍ پیل شوه. 
نوموړي زیاته کړه چې ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي همکار دی او هڅه کوي د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه کړي، تر څو د خوړو خوندیتوب رامنځته شي. د راتلونکي لپاره یې وویل چې د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکو او نورو اړوندو برخو کې بزګرانو او مالدارانو ته مرستې کوي.
مفتي عزیز الرحمن عزیز د اصلاح شوي تخمونو پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او بزګرانو ته یې د کر سپارښتنې هم وکړې. هغه وویل چې د ننګرهار کرنې ریاست د ژمنې سره سم، سږکال د غنمو د کرڅخه یوه میاشت وړاندې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې توزیع کړي. 
د ننګرهار کرنې ریاست هر کال د خپلو همکارو موسسو په مرسته زرګونه بزګرانو ته د زیات حاصل ترلاسه کولو لپاره اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل توزیع کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت