په خوست کې د عشر او زکات د راټولولو پروسې د همغږۍ په موخه ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۱۸
په خوست کې د عشر او زکات د راټولولو پروسې د همغږۍ په موخه ناسته وشوه

 د خوست ولایت والي مولوي عبدالقیوم روحاني او د کابل څخه راغلي د عشر او زکات د څارنې او نظارت پلاوي ترمنځ ناسته وشوه. دغه پلاوی د مولوي نصرالله مظهري په مشرۍ خوست ته سفر کړی و. په دې ناسته کې د خوست د کرنې ریاست سرپرست، مولوي اظهارالدین ابوناصر، او د عشر د راټولولو او راپور ورکولو امر هم برخه اخیستې وه.
د ناستې موخه د عشر او زکات د راټولولو پروسې منظمول او د هغې د همغږۍ په اړه خبرې کول وو. مولوي مظهري د خوست په ولایت کې د عشر او زکات د راټولولو د ترسره شويو فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل او له والي څخه یې د لا زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.
د خوست والي، مولوي عبدالقیوم روحاني، په دې برخه کې د هر اړخیزې همکارۍ ژمنه وکړه او د پروسې د بریالي پلي کېدو لپاره یې ملاتړ اعلان کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت