د کرنې وزارت د عشر او زکات د راټولولو او انسجام رئیس د هلمند ولایت کرنې رئیس سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۱۶
د کرنې وزارت د عشر او زکات د راټولولو او انسجام رئیس د هلمند ولایت کرنې رئیس سره وکتل

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د عشر او زکات د راټولولو او انسجام  رئیس مفتي برهان الدین برهاني د هلمند ولایت کرنې رئیس مولوي نیازمحمد وهاج سره په هلمند کې وکتل.
 په دې ناسته کې د عشر او زکات د چارو د پرمخ وړلو وضعیت او شته ستونزې وڅېړل شوې.
مفتي برهاني په ناسته کې د خپل سفر موخه په هلمند کې د عشر او زکات د راټولولو د ستونزو ارزونه، له ولایتي مسئولینو سره کتنې، او د ترسره شویو چارو نظارت وباله. هغه د هلمند له ولسونو څخه د عشر او زکات د ورکړې په برخه کې د دوی اخلاص ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه پروسه یو الهي امر دی چې په ښه ډول عملي شوې ده.
د هلمند کرنې رئیس، مولوي نیازمحمد وهاج، د وزارت له دوامداره همکاریو مننه وکړه او د راغلي پلاوي د هڅو ملاتړ یې څرګند کړ. هغه ډاډ ورکړ چې په هلمند کې د عشر او زکات د راټولولو پروسه کې به د لا زیات پرمختګ لپاره له مسؤلینو، علماء کرامو او مخورو سره نږدې همکاري وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت