د اراضۍ لوی رياست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د پلي کولو په موخه غونډه دائره شوه 

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۰:۲۷
د اراضۍ لوی رياست کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د پلي کولو په موخه غونډه دائره شوه 

دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی رياست په مقام کې د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم، د کرنې وزارت د دفتر رییس ملا محمد حسين خورشید احمد، د اراضۍ لوی رياست د استملاک او بيا مېشتدنې عمومي رییس مولوي عبدالعلي عمري، د کرنې وزارت د بشري سرچينو پخوانی رییس مولوي عبدالولي اتقاني، د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاالدین واقف، د یاد وزارت سلاکار بشير احمد پيام او د دغه وزارت يو شمېر کارکوونکو په شتون کې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم د پلي کولو په موخه غونډه دائره شوه
په پيل کې د کرنې وزارت د اراضۍ لوی رییس مولوي محمود مظلوم راغلو مسؤلينو ته ښه راغلاست ووايه او له نوموړو سره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د (۲۸۱) ګنې ۱۹/۳/۱۴۴۶ نېټې حکم د پلي کولو په موخه يې خبرې وکړې او خپل نظرونه يې سره شريک کړل.
ورپسې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسؤلينو په خپل وار د ياد حکم په اساس چې بايد په تخنيکي بستونو کې مسلکي کارکوونکي وګمارل شي او همدارنګه په اسنادونو کې د جعل او تزوير څخه د مخنيوي په پار خبرې وکړې او دا کار يې د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې لوی ګام وباله.
په پای کې پرېکړه وشوه، چې په تخنيکي بستونو کې د مسلکي کارکوونکو د ګمارنې تر څنګ په دغو برخو کې يو شمېر کارکوونکو لپاره د مرکز او ولايتونو په کچه روزنيز پروګرامونه هم داير شي تر څو کومې سونزې چې په يو شمېر څانګو کې تر سترګو کيږي هغه ته هم د پای ټکی کېښودل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت