پروان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۹ - ۱۴:۴۹
پروان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۹ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
پروان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو ددې ولایت د تخنیکي پلاوي رییس مولوی روح الله  روحانی په مشرۍ غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د پروان  ځمکې غصب مخنیوی د کمېټې رییس لارښوونکې وينا ترڅنګ د تېرې غونډي دپريکړو دتطبيق ارزونه وکړه.
په دې غونډه کې دی یوشمېر اشخاصو ترمنځ حقوقي دوسيې، وڅېړل شول او په هکله یې لازمې پرېکړې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شول.
بايد وويل شي، چې د پروان ولايت د ځمکې د غصب مخنيوي او غصب شويو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولايت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نيولي او ترڅنګ يې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کندهار دوو ولسوالیو کې ۱۱۰ بڼوالو ته د انګورو د حاصلاتو لوړولو توکي ووېشل شول

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ او د سولي بنسټ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د نېش او میوند. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۵۵
Background image

کرنې وزارت کې د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه ترسره شوه

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ۱۴۰۴ مالي کال د بودجې د لګښت د ارزونې غونډه د  کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني تر مشرۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۰:۳۸
Background image

د هلمند د کرنې ریاست نوی رییس معرفي شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د رهبري د لارښوونې له مخې، مولوي شیراحمد  رفیع د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د نوي رییس په توګه. . .

بازگشت