د کندهارمعروف کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته شوه
۹ تله ۱۴۰۳ه.ش
۲۷ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیتې په مالي همکارۍ، د معروف ولسوالی ۱۶۹مالدارانو سره د څارویو لپاره د خوراکې توکو، د مضره چینجیو ضد او چاغښت درملو مرسته وشوه.
ددغو مرستو په لړ کې هر مالدار ته د څارویو خوراکې لپاره ۱۱۰ کیلو ګرامه جوار، ١٠٠ سیسي د حیواناتو چینجیو ضد او چاغښت درمل وېشل شوي دي.
دغه مرستې یاد مستحقینو ته د معروف ولسوالی د کرنې مسوولینو او ګډې کمیټې په حضور کې وویشل شوې.
دیادولو وړ ده، چې دغه ډول مرستې به د نورو ولسوالیو له ځایي مالدارانو سره هم تر سره شي.