ننګرهار کې د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۳:۱۲

۷ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۵ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د  غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راکرځولو تخنیکي پلاوي پر مهمو موضوعاتو غونډه وکړه.
په یاده غونډه کې، د کرنې اداري او تخنیکي پلاوي رییس مولوي محمد ولي محسن  سربېره، د  ښارجوړونې رییس، قبایلو او سرحداتو رییس، ننګرهار مستوفي، استخباراتو مرستیال او کدستر مسول ګډون کړی وو.
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او دتخنیکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن وویل دوی د چمتلي ښارګوټي، سپین غر هوټل، بټی کوت ولسوالی سي پای قوم، لعلپوري ولسوالی د ځایي خلکو او کوچیانو ترمنځ دځمکو مسلو اونورو اړونده موضوعاتو باندې خبرې اترې وکړې.
ښاغلي محسن وویل، چې د یادو مسایلو په برخه کې جدي او لازمي پریکړې وشوې. دغه راز پریکړه وشوه، چې د سپین غر هوټل دوسیه دي ښه وڅېړل شی او دمرکز سره شریک شي.
همدارنګه د بټي کوټ ولسوالی سي پای قوم او لعلپوري ولسوالی د ځایي خلکو او کوچیانو د ځمکو د تشخیص، تثبیت او ښې څېړنې په موخه یوه کمیټه وټاکل شوه؛ ترڅو د یادو ځمکو سکیج، کروکي، جریبي اندازې معلومولو او نورو اړونده برخو کې معلومات واخیستل شي.
په ورته وخت کې د اداراتو او ولسي وګړو پر عرایضو بحث وشو او پر ډېرې برخو کې پرېکړه وشوه، ترڅو د عامه ملکیتونو د له منځه تللو مخنیوي وشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت