پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ د کاروباریانو او کروندګرو ترمنځ د اړیکو جوړولو ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۲۶
پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ د کاروباریانو او کروندګرو ترمنځ د اړیکو جوړولو ناسته وشوه

د پکتیا  دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د افغانستان لپاره د ځنځیري ارزښت پروګرام له لوري په پکتیا کې د کرنې او مالدارۍ د کاروباریانو او کروندګرو ترمنځ د اړیکو جوړولو ناسته او یو ورځنی نندارتون ترسره شو.
د افغانستان لپاره د ځنځیري ارزښټ پروګرام ولایتی مسؤل داکتر محمود حریفال وویل چی دغه نندارتون چې پکتیا کې ترسره شو د یاد نندارتون اصلي موخه د بزګر اوسوداګر، د مالدارۍ او سوداګر ترمنځ اړیکو جوړولو په موخه جوړه شوې وه، چې بېلابېل افغاني تولیدات پکې نندارې ته وړاندې شوو.
په دغه نندارتون کې د پکتیا کرنې اوبولګولو او مالدارۍ رییس سید امین هاشمي او د یاد ریاست کارکوونکي په ګډون د نندارتون له بېلابېلو غورفو څخه لیدنه وکړه، د یاد نندارتون په جوړولو یې خوښی اوښوده او زیاته یې کړه، چې د داسې نندارتونو دائرول به د تولیدونکو او بازار ترمنځ د یو ارطباتي پول  په رامنځته کولو کې یو مهم رول ولري.
د دې نندراتون ګډونوال او صنعت کاران د افغاني تولیداتو لا پراختیا په برخه کې دغه ډول نندارتونونه خورا ګټور بولي او هیله من دي چې په دې سره به د هېوادوالو صنعت او سوداګرۍ لا وده وکړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت