کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو له مرستیال والي سره وکتل

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۲:۲۶
کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو له مرستیال والي سره وکتل

کاپیسا کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د کاپیسا دکرنې رييس مولوي محمدرحیم نعماني په مشرۍ ددې ولایت مرستیال والي شیخ الحاج اسدالله «سنان» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د غونډې په پيل کې د کاپیسا دکرنې رييس او د کمېټې مولوي محمدرحیم نعماني ددې کمېټې د کړنو او لاسته راوړنو په هکله خبرې وکړې او ترڅنګ یې د کمېټې ستونزې او ننګونې هم له مرستیال والي سره شریکه کړه.
د غونډې په ترڅ کې پرځینو مسایلو لکه مرکزي کمیسیون څخه د استول شویو دوسیو او د قضایای امارت له خوا پر ترتیب شویو موضوعاتو خبرې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت