د طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار دولت شاه او علیشنګ ته د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو سفر

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۱:۱۵
د طبیعي سرچینو خوندیتوب په پار دولت شاه او علیشنګ ته د لغمان دکرنې ریاست د چارواکو سفر

د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د ساتل شویو سیمو او طبیعي سرچینو د خوندیتوب په پار د هلوځلو په دوام ددې ولایت دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو ته د سفر په ترڅ کې د ساتل شویو سیمو د خوندیتوب په موخه له سیمه ییزو چارواکو او قومي مشرانو سره په بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په دې کاري سفر کې د دولت شاه او علیشنګ ولسوالیو له بېلابېلو سیمو قومي مشرانو،علماء کرامو او ځوانانو  سره  د ساتل شوو سیمو او وحشي ژوو په ارزښت او د ځنګلونو د قطعه مخینوي په اړه معلومات شریک کړل.
د لغمان دکرنې رییس وویل: «دولت شاه ولسوالی د کرنې وزرات لخوا د ساتل شوې سیمې په نوم نومول شوې ده، چې ددې ولسوالی د ځنګلونو ساتنه او د وحشي ژوو د ښکار مخنیوی د دولت ترڅنګ د ولسونو مهمه وجیبه ده. ځنګلونه ونې بوټي د هېواد ملي شتمني ده او په چاپېریال ساتنه کې رغنده رول لري، نو راځئ! چې دا ملي شتمني وژغورو او هېچاته اجازه ورنکړو چې ځنګلونه، څړځایونه ،اوطبیعي منابع ویجاړ اولمنځه یوسي.»
 هغه زیاته کړه؛ غرونه، سیندونه، ځنګلونه، حيوانات، هوا او طبیعت موږ ته ښکلا، ساه اخیستل، او ژوند لپاره اړین توکي راکوي. دا زموږ مسؤلیت دی، چې د طبیعت ساتنه وکړو او د هغې قدر وکړو، ترڅو راتلونکو نسلونو لپاره هم دا نعمتونه پاتې شي.
په همدې حال کې د یادو ولسوالیو قومې مشرانو او علماء اکرامو د ځنګلونو ساتنې، انکشاف او وحشي ژوو د ښکار مخنوي پوره ډاډ ورکړ،چې یاد ځنګلونه به ساتو او بیا رغونې لپاره به یې هلې ځلې کوو.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۳:۳۰
Background image

دکرنې وزارت له‌خوا صنعت او سوداګرۍ وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه 

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق 
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو چارو ریاست چارواکي وایي، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د فرمان له مخې د کرنې وزارت د ځمکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۴۹
Background image

د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د قرآن کریم د ترجمې ختم ترسره شو

۲۷ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۹ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست کې د مبارکې روژې له لومړۍ ورځې څخه تر ۲۸مې پورې د قرآن کریم د ترجمې لړۍ په منظم ډول ترسره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۹:۳۲
Background image

د ننګرهار مومندرې ولسوالی کې ۶۳۰ کورنیو ته مرستې او د کانالونو رغنیزې چارې بشپړې شوې

۲۶ کب ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۸ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ګډې هڅې ملي بشري مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «جیای‌ان» مؤسسې په مالي لګښت، د مومندرې. . .

بازگشت