د پرمختیايي پروژو د پرمختګ د ارزونې په موخه غونډه وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۹:۳۸
جلسه‌ای به منظور بررسی چگونگی پیشرفت پروژهای انکشافی برگزار شد 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ په وزارت کې د پراختیایي پروژو د پرمختګ او د بودیجې لګولو د څرنګوالي د ارزونې او څېړلو په موخه غونډه جوړه شوه.
دغه غونډه چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د یو شمېر سکتوري رییسانو په ګډون جوړه شوې وه، په ترڅ کې یې دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په بېلابېلو سکټورونو کې د پراختیايي پروژو د پرمختګ، د تطبیق سلنه، دکارونو پرمختګ، د پلي کېدو پر وړاندې خنډونه او د پراختیايي پروژو د پلي کولو لړۍ پر چټکتیا خبرې اترې او د نظرونو تبادله وشوه.
په دې غونډه کې دغه راز په روڼتیا او غېزمنتوب سره د بودیجې لګولو، د پراختیايي پروژو د تطبیق بهیر پر چټکتیا او په ټاکلي وخت د پروژو پر بشپړولو هم ټینګار وشو.

جلسه‌ای به منظور بررسی چگونگی پیشرفت پروژهای انکشافی برگزار شد 
جلسه‌ای به منظور بررسی و تعقیب چگونگی پیشرفت پروژهای انکشافی و مصرف بودجه آن در  وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شد.
این جلسه که با حضور شماری از روئسای سکتوری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برگزار شده بود در آن پیرامون چگونگی پیشرفت پروژهای انکشافی؛ فیصدی تطبیق، پیشرفت‌های کاری، موانع صد راه تطبیق و تسریع روند تطبیق پروژهای انکشافی در سکتور های مختلف وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
در این جلسه همچنان بر تسریع روند تطبیق پروژهای انکشافی و مصرف بودجه آن در زمان تعین شده آن با شفافیت و موثریت تاکید صورت گرفت.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت