فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۲۲
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غونډه دائره شوه

۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
فراه کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې غړو د فراه د کرنې، ابولګولو او مالداری رییس مولوی شاه محمد حاجي سروري په مشرۍ د کرنې، ابولګولو او مالداری ریاست کې خپله غونډه دائره کړه.
د غونډې په پيل کې د فراه کرنې،ابولګولو او مالداری رییس لارښوونکې وينا ويلو ترڅنګ د تېرو غونډو دپریکړو دتطبيق ارزونه وکړه او د فراه ولایت د تخنیکي کمېټې هلې ځلې او فعالیتونه یې وستایل.
د غونډی په ترڅ کې د فراه مرکز اړوند خرمالق سیمې، دارآباد بالا، دارآباد پاین، کوک بالا، هوایی ډکر، ملاامان کلي. دغه راز د شیب کوه ولسوالی کاریز سرخه سیمه، دبکواه ولسوالی شورابک، د ګلستان ولسوالی ګزستان، دیوالک، دریاب کلی اولاجورک سیمې، د فراهرود ولسوالی تودنک او رباط ترکان سیمې او د بالابلوک ولسوالی کنسک سیمه شاخ بلند،ث ور کلی او سیاه ځنګل سیمې پر موضوعاتو خبرې اترې وشوې.
دغه راز د غونډې په ترڅ کې پر یوشمېر نورو مهمو موضوعاتو هم خبرې وشوې او د عاریضونو دوسیې او ستونزې وڅېړل شوې.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۲۴
Background image

د کرنې وزارت د اراضۍ رياست لخوا سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت ته ځمکه ولېږدول شوه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ ریاست کې جوړه شوې غونډه کې، چې د اراضۍ ریاست د ځمکو د انتقال او وېش رياست د ځمکو د تبادلې آمر مولوي محمد فاروق امرخېل او د سرحدونو، قومونو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۴:۱۰
Background image

لوګر کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه زیاتوالۍ راغلی

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، چې د تېر کال په پرتله سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۱۰ سلنه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

هرات ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر سفر

۲۶ وږی ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د خپلو ولایتي سفرونو په لړ کې د یاد وزارت د یوشمېر چارواکو او سلاکارانو په مشرۍ. . .

بازگشت