د کندهاربولدک کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۴:۴۲
د کندهاربولدک کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته وشوه

۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیتې په مالي همکارۍ، د بولدک ولسوالی ۱۵۲مالدارانو سره د څارویو لپاره د خوراکې توکو، د مضره چینجیو ضد او چاغښت درملو مرسته وشوه.
ددغو مرستو په لړ کې هر مالدار ته د څارویو خوراکې لپاره ۱۱۰ کیلو ګرامه جوار، ١٠٠ سیسي د حیواناتو چینجیو ضد او چاغښت درمل وېشل شوي دي. 
دغه مرستې یاد مستحقینو ته د بولدک ولسوالی د کرنې مسوولینو او ګډې کمیټې په حضور کې وویشل شوې.
دیادولو وړ ده، چې دغه ډول مرستې به د نورو ولسوالیو له ځایي مالدارانو سره هم تر سره شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیاولایت چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۳:۱۴
Background image

د کرنې وزارت د عشر او زکات لوی رییس د بغلان ولایت له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل 

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت دعشر او زکات لوی رییس الحاج مولوی ندا محمد عابد د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وزیر الحاج مولوی. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د لغمان دکرنې رییس د خوړو او کرنې ادارې او اسلامي پراختیایي بانک له چارواکو سره د همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي عبدالستار محمد د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف،اې،او» او د اسلامي پراختیایي. . .

بازگشت