د کندهار دوو ولسوالیو کې لسګونه بڼوال وروزل شول

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۱:۳۹
د کندهار دوو ولسوالیو کې لسګونه بڼوال وروزل شول

۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، په افغانستان کې د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت د پنجوايي او ژړۍ په ولسوالیو کې لسګونو بڼوالو ته روزنیز پروګرامونه په لاره واچول شول.
ددغو روزنیزو پروګرامونو په ترڅ کې یادو بڼوالو ته د بڼونو د غوره پالنې، بڼ جوړونې، د بڼونو د حاصلاتو ټولولو او د هزره وښو د مخنیوي په پار روزنه وکړل شوه.
له دغو پروګرامونو څخه برخمن شوي بڼوال خوښ دي، چې دکرنې ریاست له خوا دوی ته په بېلابېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکول کېږي، چې ورسره د دوی د بڼونو او کروندې حاصلات ښه او اقتصادي ودې ته یې زمینه برابرېږي.
ددغو پروګرامونو د پلي کولو موخه د بڼوالو روزل، د بڼوالۍ سکټور ودې او پراختیا ته زمینه برابرول او په ټوله کې د بڼونو او ونو د ناروغیو او افتونو مخنیوی ښودل شوی دی.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت