کونړ ته د کرنې وزارت د څارویو څېړنې د رییس سفر

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۰:۴۲
کونړ ته د کرنې وزارت د څارویو څېړنې د رییس سفر

۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۲ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ لوی ریاست د څارویو د څېړنې رییس انجنیر عبدالولي په مشرۍ تخنیکي ټیم کونړ ولایت ته دخپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت دکرنې رییس مولوی سلیمان ایمن او د یاد ریاست له آمرینو سره په لیدنه کې د څارویو د سیمه ییزو نسلونو د اصلاح په موخه خبرې اترې وکړې.
 په دې لیدنه کې د څارویو د څېړنې رییس د کونړ دکرنې رییس او اړوندو چارواکو سره د څارویو د محلي نسلونو د اصلاح په هکله خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دکرنې وزارت غواړي، چې د مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په پآر د څارویو سیمه ییز نسلونه اصلاح او ورته د ودې او پراختیا زمینه برابره کړي.
په همدې حال کې د کونړ دکرنې رییس مولوی سلیمان ایمن د څارویو د څېړنې رییس ته د هراړخیزو همکاریو ډاډ ورکولو ترڅنګ په دې برخه کې شته ستونې او ننګونې ورسره شریکه کړه.
دغه راز ددې سفر په ترڅ کې یادو چارواکو په دې ولایت کې د کونړي غواګانو او سیمه ییزو وزو څېړنیز فارم جوړولو په پار د ځمکې لومړنی ارزونه او تثبیت هم ترسره کړه.
دغه راز یاد پلاوي د کونړ ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له دولتی ځمکو څخه لیدنه وکړه اویادو ولسوالیو کې یې د مالدارانو ستونزې یې واورېدې. دڅارویو څېړنې رییس دیاد ولایت دکرنې رییس او خلګو ته ډاد ورکړ چې په خپلو هلو ځلو سره به په دې ولایت کې د څارویو څېړنیز فارم ایجادوي، ترڅو د کونړ ولایت د څارویو سیمه ییز نسلونه اصلاح کړي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۴
Background image

د ننګرهار دکرنې ریاست د عشر او زکات د ولسوالیو له چاراکو سره ناسته وشوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار کرنې،اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد او د عشر او زکات امرینو د ٢٢ ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو سره د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

د خوست جوارسل څېړنیز فارم کې د پیازو فنګسي ناروغي تشخیص شوه

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د کرنیزو چارو آمریت نباتي قرنطین عمومي مدیریت له لوري، د مرکز اړوند د جوارسل څېړنیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۹:۵۳
Background image

د کندهار دکرنې ریاست؛ کوهکران څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۱۴ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۷ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت د کوهکران په څېړنیز فارم کې پربېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي، چې په ترڅ. . .

بازگشت