پکتیا کې د لیوني سپي ناروغي د مخنوي په پار هڅې؛ لسګونه ډوزه واکسینونه پلي شوي

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۳ - ۱۱:۶
پکتیا کې د لیوني سپي ناروغي د مخنوي په پار هڅې؛ لسګونه ډوزه واکسینونه پلي شوي

۳ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۱ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د اړوندو بنسټونو په همکارۍ په دې ولایت کې د لیوني سپي ناروغي د مخنیوي په پار هلې ځلې پیل کړي، چې په ترڅ کې یې د ربیز ناروغي مخنیوي په پار ۱۰۰ ډوزه واکسین هم پلي شوې ده.
د پکتیا دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې دغه واکسین په هغو سیمو کې پلي کېږي، چې ددې ناروغۍ نښې نښآنې لیدل کېږي.
هاري یا رابیس، چې په عامه اصطلاح کې یې د لیوني سپي ناروغي بولي، یوه ویروسي او وژونکې ناروغي ده چې د انسان په مرکزي عصبي سیستم باندې اغیز کوي.
تی لرونکي حیوانات لکه سپي، پیشو، غوا او پسه او وحشي حیوانات په دغه ویروس اخته کېدای شي.
په دغه ویروس ککړ حیوان د لیاړو له لارې دا ویروس نورو ته لېږدوي او په ځانګړي ډول کله چې سپي انسانان وداړي دا ویروس مستقیمآ انتقالېږي.
یوازې کوڅه ډب سپي دا ویروس نه انتقالوي، نور اهلي حیوانات هم دا ویروس انتقالوي، له همدې کبله ډاکټران تل سپارښتنه کوي چې اهلي حیوانات باید واکسین شي چې هم هغوی ښه وي ‌او هم د دغه ویروس د انتقال مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت