لوګر کې د کروندې ورځ د جوارو د نبات تر عنوان لاندې ونمانځل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۷/۱ - ۱۳:۵۰
لوګر کې د کروندې ورځ د جوارو د نبات تر عنوان لاندې ونمانځل شوه

۱ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
لوګر کې د کروندې ورځ د جوارو د نبات تر عنوان لاندې ونمانځل شوه. هغه مراسم، چې په همدې موخه د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همکاري د خوړو او کرنې نړۍوالې ادارې په مالي ملاتړ د برادران لوګر خصوصي کرنیز شرکت کې پر لاره اچول شوي و، په کې د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤولینو او یو شمېر بزګرانو ګډون کړی وو.
د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست د کرنیزو چارو آمر محمد رفیع ابراهیمي له یادې راټولېدنې څخه موخه د بزګرانو ترمنځ د فکرونو تبادله، دوی ته اړینې سپارښتنې  او د جوارو د نبات د ارزښت بیانول وبلل.
دغه راز بزګرانو د دې ورځي نمانځلو څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې د داسې برنامو جوړول د بزګرانو د ستونزو د حل برخه کې خورا اغېزناک دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت