د ننګرهارمومندره کې لسګونو بزګرانو سره مرسته وشوه
۱ تله ۱۴۰۳ه.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ماشومانو ساتني دفتر له لورې د مومندري ولسوالی۱۷۰ تنو بزګرانو سره نغدې مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ماشومانو ساتني دفتر په مومندرې ولسوالی کې ۱۷۰ بزګرانو سره د آلوګانو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرو او کرنیزو وسایلو اخیستلو په موخه ۴ میلیونه او ۷۶۰ زره افغانیو نغدي مرسته وکړه.
ښاغلي محسن وویل هر بزګر ته ۲۸ زره افغانۍ نغدې مرسته ورکړل شوه.
نوموړي وویل بزګرانو ته په یادو پیسو د تخم او سرې سربېره کرنیز وسایل لکه رمبي، لور، لاسي کراچۍ، پنجي، ښاخۍ،بیلچه، درمل شیندلو پمپ، درملو محافظتي جامي او سطل د اخیستلو سپارښتني شوي دي.
د یادو مرستو موخه د کورنیو پر ځان بسیا کول، دخوړو خوندیتوب رامنځته کول او ماشومان له درنو کارونو څخه ساتل دي.