هلمند کې د میلکو کمپنۍ له مسولینو سره ناسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۶:۱۰
هلمند کې د میلکو کمپنۍ له مسولینو سره ناسته وشوه

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمر حافظ هدایت الله هدایت او ورسره مل پلاوي د میلکو کمپنۍ ولایتي مسؤل میاء صاحب سره ناسته وکړه.
ددې ناستې په ترڅ کې د میلکو کمپنۍ پر وړاندې د هملند مقام ته د خلکو د عریضي په هکه خبرې اترې وشوې، چې په کې خلکو ادعا کړې وه، چې د میلکو کمپنۍ د پخوا په څېرشیدې نه پېري، نو له دې امله دوی ته اقتصادي زیان اوړي.
دیادې ستونزې حل په موخه د هلمند ولایت د کرنې رییس په لارښؤنه د مالدارۍ آمریت مسؤلینو د میلکو له مسؤل سره وکتل او له هغوی سره د یادو فارم لرونکو ستونزه شریکه کړه، ترڅنګ یې ورڅخه غوښتنه وکړه چې د ځایي مالدارانو شیدې وپیري ترڅو هم د کمپنۍ او هم د ولسي وګړو ستونزې حل شي.
دمیلکو کمپنۍ مسؤلینو په ازاد بازار کې د وچو شېدو د پیر او پلور یادونه وکړه او وې ویل، چې د لبنیاتو ځینې ځایي دوکانداران او پیرونکو اکثریت وچو شېدو ته مخه کړې ده، چې دغه ستونزه ددې لامل ګرځېدلې ترڅو عوام خلک د میلکو کمپنۍ له محصولاتو خپله استفاده کمه کړي نو په همدې اساس د ځایي مالدارانو د شېدو په پېرلو کې مو کموالی راوستی دی .
دکرنې ریاست مسولینو ژمنه وکړه، چې د وچو شېدو د پېر او پلور مخنیوی په برخه کې به په اصولي ډول لازم اقدامات ترسره کوي ترڅو د کورنیو محصولاتو پر وړاندې پراته خنډونه له منځه لاړشي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت