دکابل سروبي کې سلګونه بزګران وروزل شول

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۶:۸
دکابل سروبي کې سلګونه بزګران وروزل شول

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
دکابل ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د پکو مؤسسې په همکارۍ د سروبي په ولسوالی کې ۱۵۰۰ بزګرو ته د مني غنمو کرکېلي، د ناروغیو مخنیوی او په کروندو کې د کیمیاوي درملو د کارولو په اړه زده کړې ورکول شوې.  
په دې لړ کې بزګرو ته د بېلابېلو نباتي ناروغیو مخنیوی، کتاري کرنې، اوبولګولو، د بیکاره وښو لیرې کولو، د کیمیاوي سرې کارونې او نورو برخو کې هر اړخیزې زده کړې ورکول شوې.
په ورته وخت کې د یادې ولسوالی بزګرانو د کرنې ریاست له مسؤلینو غوښتنه وکړه، چې له دوی سره دې د کیمیاوي درملو ترڅنګ د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وشي.
د کابل ولایت کرنې ریاست هڅه کوي، چې د سروبي ولسوالی په ګډون د بېلابېلو ولسوالیو بزګرانو ته د زده کړو دغه لړۍ روانه وساتي ترڅو د ځمکوالو د حاصلاتو په بهبود کې نوښت رامنځته شي.
باید وویل شي، چې په نږدې راتلونکې کې به پر روزل شویو بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې هم وېشل کېږي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۶:۱۲
Background image

د افغانستان د کرنې وزیر د ایران د کرنې جهاد له وزیر سره وکتل

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ایران اسلامي جمهوریت د کرنې جهاد له وزیر او د افغانستان او ایران د اقتصادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۶
Background image

د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د فاریاب د کرنې ریاست څخه لیدنه وکړه

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال، مولوي نورالدین عمیر، فاریاب ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۳۲
Background image

د ایران لوړپوړی پلاوی د کرنې جهاد د وزیر په مشرۍ کابل ته راورسېد

٢١ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
٢٨ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري په رسمي بلنه، د ایران د اسلامي جمهوریت لوړپوړی پلاوی د ایران د کرنې جهاد وزیر. . .

بازگشت