د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د نيمروز ولايت له بزګرانو سره لیدنه وکړه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۵:۳۶
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د نيمروز ولايت له بزګرانو سره لیدنه وکړه  

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند «حاجي سالم» نیمروز ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولايت یو شمېر بزګرانو سره لیدنه وکړه.
د بزګرانو سره په دې لیدنه کې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان آخند وویل: «اوس د جوړولو وخت دی، تر څو خپل هېواد خپله جوړ کړو، نورو هېوادونو او موسسو ته مه په تمه کېږئ، راځئ خپله ورته ملا وتړو او خپل هېواد مو پر ځان بسیا کړو».
مالي او اداري مرستیال زیاته کړه: «زموږ د سفر اصلي موخه د نيمروز بزګرانو، مالدارانو، بڼوالو، سپین ږیرو او مجاهدینو لیدل دي، او په دې سربېره، امیرالمؤمنین حفظه الله د بزګرانو د اضافي غنمو د پېرلو او زېرمه کولو حکم کړی. په دې ولایت کې ۲۲۲ متریک ټنه اضافي غنم شته چې پېرودل او زېرمه کېږي.»
د نیمروز د کرنې رییس مولوي شیر احمد رفیع د کرنې وزارت د مالي او اداري مرستیال له سفر څخه د مننې په ترڅ کې وویل: «نيمروز ولايت د اوبو له کمښت سره مخ دی، بزګر د اوبو د نشتون شکایت کوي، د سړو خونو جوړول د دې ولایت بزګرانو لپاره یوه جدي اړتیا ده. همدارنګه، د نيمروز بزګران او مالداران له محرومیت سره مخ دي، باید هغوی ته پاملرنه وشي او ورسره مرسته وشي».
په همدې حال کې، مولوي قدرت‌الله حقیار د کرنې وزارت د ستراتیژیکو زېرمو رییس، بزګرانو ته د غنمو د پیرودلو او زېرمه کولو پروسه تشریح کړه او زیاته یې کړه: «د بزګرانو اضافي غنمو پیرودل به هغوی د کوکنارو د کرلو څخه راوګرځوي. پېرل شوي غنم به د دې ولایت په ګدام کې زېرمه شي او په اضطراري حالتونو او اړتیاوو کې به ورڅخه استفاده وشي. د یو من (اووه کیلو) غنمو بیه ۱۵۴ افغانۍ ټاکل شوې چې د پیرودلو شرایطو سره سم او بزګرانو ته په لومړیتوب ورکولو باندې به پیرودل کېږي. دا د حضرت یوسف (ع) سیرت دی.»
حاجي عبدالرازق، د زرنج ښار یو بزګر، وویل: «د کمال خان بند کار باید دوام وکړي، چې اوبه یې په کرنه کې وکارول شي، ویالې او کانالونه دې پاک کړل شي، د خابګاه نل چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري بیا دې جوړ او پاک شي، اصلاح شوي تخمونه دې ټولو ته ووېشل شي، شنې خونې دې رامنځته او ترویج شي، موږ د آفت ضد درمل نه لرو او ونې او بوټي مو د ناروغیو له امله زیانمن شوي، د هندواڼې اصلاح شوي تخمونه نه لرو او بزګران له تاوان سره مخ دي، د سړو خونو جوړول یوه جدي اړتیا ده، مالداران د وچکالۍ له امله زیانمن شوي او باید مرسته یې وشي او د څارویو واکسین دې تطبیق شي».
په نيمروز ولايت کې څه باندې ۲۰۰ متریک ټنه اضافي غنم شته چې د اسلامي امارت لخوا به وپېرل شي او د دې ولایت په ګدام کې به زېرمه شي.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با دهاقین ولایت نیمروز 
۳۱ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت نیمروز با شماری از دهاقین ولایت نیمروز دیدار کرد.
ملا آغاجان آخند معین مالی و اداری وزارت زراعت در دیدار با دهاقین گفت:« امروز روز سازنده‌گی است تا وطن خود را خودمان بسازیم، چشم انتظار به کشورهای دیگر و موسسات نباشید خودمان کمر بسته نموده کشور خود را به خودکفایی برسانیم.»
معین مالی و اداری وزارت زراعت اضافه کرد:« هدف اصلی از سفر ما دیدن با دهاقین، مالداران، باغداران محسن سفیدان و مردم مجاهد نیمروز است در کنار آن، امیرالمومنین حکم نموده است تا گندم مازاد دهاقین خریداری و ذخیره سازی شود، در این ولایت ۲۲۲ متریک تن گندم مازاد وجود دارد که خریداری و ذخیره سازی می‌شود».
مولوی شیراحمد رفیع رییس زراعت ضمن قدردانی از سفر معین مالی و اداری وزارت زراعت به ولایت نیمروز گفت:« ولایت نیمروز کم آب است دهاقین از نبود آب شکایت دارند، ساخت سردخانه های بزرگ نیاز جدی دهاقین این ولایت است، هم چنان دهاقین و مالداران نیمروز محروم هستند باید توجه و کمک شوند .»
در همین حال، مولوی قدرت‌الله حقیار رییس ذخایر استراتژیک وزارت زراعت پروسه خریداری و ذخیره سازی گندم را به دهاقین بیان نموده افزود:« خریداری گندم مازاد دهاقین دهاقین را از کشت کوکنار باز می‌دارد، گندم در گدام این ولایت ذخیره سازی می‌شود و در حالات اضطراری و نیاز از آن استفاده می گردد، نرخ یک سیر (هفت کیلو) گندم به ۱۵۴ افغانی تعیین شده که مطابق شرایط خریداری و حق اولویت به دهاقین داده می‌شود، این روش حضرت یوسف «ع» است.»
حاجی عبدالرزاق یک‌تن از دهاقین زرنج مرکز ولایت نیمروز گفت:« بند کمال باید کارش ادامه داده شود تا آب آن در زراعت استفاده گردد نهر و کانال‌ها پاک‌کاری شود، نل خابگاه که ۳۰ کیلومتر است باید بازسازی و پاک‌کاری گردد، تخم اصلاح شده به همه توزیع شود، گلخانه ها باید ایجاد و ترویج گردد، آفت‌کش نداریم و نباتات را مرض میزند، تخم اصلاح هندوانه نداریم و دهاقین متضرر شده اند، ساخت سردخانه نیاز ضروری است، مالداران از خشکسالی متضرر شده اند باید کمک و واکسین حیوانی تطبیق گردد.»
بیش از دوصد متریک تن گندم مازاد در ولایت نیمروز وجود دارد که توسط امارت اسلامی خریداری و در گدام این ولایت ذخیره سازی می‌گردد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

ننګرهار کې دچرګانو ددانې کیفیت لوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار ولایت په کې دچرګانو ددانې تولیدوونکو شرکتونو او چرګانو ټولنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳
Background image

د کندهار تخته پل ولسوالی کې د اوبو پنځه حوضونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پل ولسوالی په پنځو مهمو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو پنځه حوضونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیاولایت چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې. . .

بازگشت