د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د نيمروز ولايت د کرنې ریاست له کارکوونکو سره لیدنه وکړه  

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۳:۵۷
دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با کارمندان ریاست زراعت ولایت نیمروز 

۳۱ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۸ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ملا آغاجان اخند «حاجي سالم»، د نيمروز ولایت د کرنې ریاست، له رییس مولوي شیر احمد رفیع او کارکوونکو سره لیدنه وکړه.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې لیدنه کې کارکوونکو ته د ښه چلند، محمدي سیرت او د کارونو په ښه توګه ترسره کولو توصیه وکړه.
مالي او اداري مرستیال د خپل سفر موخه، د بزګرانو اضافي غنمو پیرودل او زېرمه کول، د ځنګلونو ساتنه، د عایداتي سرچینو زیاتوالی، د عشر او زکات راټولول او د کرنې ریاست د کارکوونکو ارزونه وبلله.
د کرنې ریاست کارکوونکو خپلې ستونزې بیان کړې او د هغو د حل غوښتنه یې وکړه، چې د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د هغوی د ستونزو د حل ډاډ ورکړ.

دیدار معین مالی و اداری وزارت زراعت با کارمندان ریاست زراعت ولایت نیمروز 
۳۱ سنبله ۱۴۰۳ هـ.ش
ملا آغاجان آخند (حاجی سالم) معین مالی و اداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با مولوی شیراحمد رفیع رییس و کارمندان ریاست زراعت ولایت نیمروز دیدار کرد.
معین مالی و اداری وزارت زراعت در این دیدار کارمندان را به حسن سلوک، سیرت محمدی و اجرای امور کاری به وجه احسن توصیه نمود.
معین مالی و اداری هدف سفرش را خریداری و ذخیره سازی گندم مازاد دهاقین، حفظ جنگلات، افزایش منابع عایداتی، جمع آوری عشر و زکات و بررسی کارمندان ریاست زراعت بیان کرد.
کارمندان ریاست زراعت مشکلات شان را بیان کرده خواهان رسیده گی به آن شدند که از سوی معین مالی و اداری وزارت زراعت اطمینان حل مشکلات شان سپرده شد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

د ننګرهار وادي کرنیز شرکت په پنځم ملي او نړیوال صنعت او معدن نندارتون کې خپل تولیدات نندارې او پلور ته وړاندې کړل

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
کابل کې د صنعت او کانونو د اوونۍ پنځم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستل شو، چې پکې د ننګرهار وادي کرنیز امارتۍ شرکت هم د خپلو معیاري او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۳
Background image

د ولایتي پلاوي په ملتیا ولسوالیو ته د غزني د کرنې ریاست مشرتابه سفر؛ د کرنیزو ستونزو د حل او پراختیایي پروژو پر چټکتیا ټینګار وشو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د غزني ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست رییس د غزني ولایت د والي ولي جان حمزه په مشرۍ د ولایتي پلاوي په ترکیب د ناور، اجرستان،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱
Background image

کونړ ولایت کې د انټیروټوکسیمیا واکسین د تطبیق پروګرام پیل شوو

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۶ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه‍.ق
د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د کرنې نړۍوال صندوق په مالي. . .

بازگشت