د هلمند نادعلي کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳۱ - ۱۱:۹
د هلمند نادعلي کې لسګونو مالدارانو سره د څارویو د خوراکي توکو مرسته شوه

هلمند کې ځایي مالدارانو سره د مرستې په دوام،  دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د هالنډ کمیتې په مالي همکارۍ،  د نادعلي ولسوالی نږدې ۱۸۳ تنو مالدارانو سره د څارویو لپاره د خوراکې توکو، د مضره چینجیو ضد او چاغښت درملو مرسته وشوه.
ددغو مرستو په لړ کې هر مالدار ته د څارویو خوراکې لپاره ١١٤ کیلو ګرامه جوار، ١٠٠ سیسي د حیواناتو چینجیو ضد او چاغښت درمل وېشل شوي دي. 
دغه مرستې یاد مستحقینو ته د نادعلي ولسوالی د کرنې مسؤل حاجي مهربان او ګډې کمیټې په حضور کې وویشل شوې.
دیادولو وړ ده، چې دغه ډول مرستې به د نورو ولسوالیو له ځایي مالدارانو سره هم تر سره شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۲۴
Background image

ننګرهار کې دچرګانو ددانې کیفیت لوړولو په موخه دهمغږۍ ناسته ترسره شوه

۹ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۴ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن د ننګرهار ولایت په کې دچرګانو ددانې تولیدوونکو شرکتونو او چرګانو ټولنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳
Background image

د کندهار تخته پل ولسوالی کې د اوبو پنځه حوضونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د پراختیایي بودیجې له لارې، د طبیعي سرچینو آمریت په تخنیکي همکارۍ، د تخته پل ولسوالی په پنځو مهمو سیمو کې د اوبو د زېرمه کولو پنځه حوضونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

د پکتیاولایت چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې روانې دي

۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د پکتیا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت دکرنې ریاست اړوند چشمه مارانو څېړنیز فارم کې پر بېلابېلو بوټو څېړنې. . .

بازگشت