لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۹ - ۱۰:۲۳
لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکټوري غونډه دائره شوه

۲۹ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۶ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د لغمان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د سکټوري اداراتو په ګډون د ټولو هغو مؤسساتو چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي د استازو په ګډون سکټوري غونډه دائره شوه.
دغه غونډه، چې د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشرۍ ترسر ه شوه، پکې د لغمان ولایت د یوشمېر سیمه ییزو ادارو چارواکو او د مؤسسو مسؤلينو  ګډون کړی وو.
د غونډې په پیل کې د لغمان دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد د همکارو برنامو د تېرو کړنو د راپورونو او راتلونکو پلانونو له اوريدنې وروسته د همکارو برنامو له مسولينو وغوښتل، چې کرنې او مالدارۍ په برخه کې د مرستو جلبولو هڅه وکړي، همدا راز ښاغلي محسن زياته کړه چې خپلې راتلونکې پروژې د سکتوري رياستونو سره په همغږۍ په لوړ کيفيت سرته ورسوي.
نوموړي دچارو دموثر تطبیق او ښې همغږۍ لپاره ځینې اړینې سپارښتنې وکړې او ویې ویل:  «دکرنې سکتور اړوند همکارې مؤسسې باید  د مستحقینو د سروې او د مرستو  وېش چارې دې له دغه ریاست سره په ښې همغږۍ او شفافیت سره ترسره او د ولایت په کچه دې متوازن انکشاف رامنځته کړي. دغله جاتو،حبوباتو او سبو اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو وېش،د سبو د ضایعاتو دمخنیوي او پروسس لپاره د لمریزو ماشینونو وېش،دستروس او ام بڼونو جوړول،دصنعتي او لوړ ارزښته نباتاتو لکه زعفران او انجې رواجول،غرنیزو سیمو کې د وحشي حیواناتو دانواعو د پیژندنې او سروې پروګرام په لاره اچول، د بدیل کښت ترویج، کروندګروته دغوښینوچرګانواو شیدو غواګانو فارمونه جوړول، د څارویو دتغذیې لپاره دمتراکمې حیواني خوراکې وېش ،مالدارانو ته دشیدو لوشلو ماشینونو وېش، دڅارویو دناروغیو پروړاندې مجادله، د کبانو فارمونو جوړول، دعلینګار او علیشنګ دښتې ځمکو ته د لمریزې برېښنا له لارې د اوبو شبکې رسول،د وروستیو اورښتونو له امله دتخریب شوو داوبو کانالونه ترمیم او جوړول، دمرکز اړوند شلټک سیمې درې زره جریبه دښتې ځمکه په کرنیزې ځمکې بدلول، د ژر رسه لکه سپېدار او بلېټس ځنګلونو  جوړول،دڅارویو دنسلونو داصلاح  برنامو او پروژو په لاره اچول هغه غوښتنې دي، چې موږ یې له همکارو مؤسسو غواړو.»
ورپسې د همکارو برنامو مسولينو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړ او خپل راتلونکي پلانونه يې د غونډې له ګډونوالو سره هم شريک کړل.
د غونډې په پای کې ښاغلي محمد د همکارو برنامو مسئولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۴
Background image

کابل ولایت د للندر (شاتوت) د اوبو بند لاندې د ځمکو د استملاک او بیې ایښودنې چارې په چټکۍ روانې دي


‏۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق‏
‏د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ځمکو ریاست اړوند د ارزونې، استملاک او بیامېشتدنې ریاست د تخنیکي ټیمونو لخوا د کابل ولایت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۳۱
Background image

فراه کې د شنوخونو د مدیریت روزنیز پروګرام پیل شو

۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د فراه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو او د «واسا» مؤسسې په همکارۍ، د شنوخونو د مدیریت په برخه کې ۸۰ تنو ته پنځه ورځنۍ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

لغمان کې د کرنې او مالدارۍ پراختیا په پار سکتوري غونډه ترسره شوه


۳۰ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۳۰ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا، په دې ولایت کې د سکتوري ادارو او ټولو هغو مؤسسو د استازو په ګډون سکتوري غونډه ترسره. . .

بازگشت