د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت درېيم فارم کې رغنیزې پروژې پیل شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۶:۷
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت درېيم فارم کې رغنیزې پروژې پیل شوې

۲۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت درېيم فارم کې د دوو سترو رغنیزو پروژو چارې، چې ۲۵ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي، د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند، د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت رییس سید محمد نعیم محمدي او یو شمېر نورو چارواکو په لاسونو د ډبرې په اېښودلو پیل شوې.
په دې پروژو کې د ۷ کیلومتره فرعي سړکونو جغل اچونه، د ۱۲۰۰ متره اوږدوالي د بولډر استنادي دېوال جوړول، او د ۴۵۰۰ متره مکعبه زابرونو پاکول شامل دي. د ننګرهار کانال وادي کرنیز شرکت رییس، محمد نعیم محمدي، د دې پروژو د پیل پر مهال وویل چې د تېرو لسیزو جګړو او اورښتونو له امله د کانال زیاتې برخې زیانمنې شوې وې. اوس د دوو کرنیزو شرکتونو (زهیر اسحاق او ساحل بهار کرنیز شرکت) په همکارۍ دا رغنیز فعالیتونه د راتلونکو سیلابونو او ګواښونو د دفع کولو په موخه د ترسره کېدو په حال کې دي.
په تېرو کلونو کې د اورښتونو او سېلابونو له امله د کانال ډېره ځمکه له ګواښ سره مخ شوې وه، چې د یادې ځمکې فصلونه او بڼونه یې سخت زیانمن کړي دي. د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت دغه پروژې په دوو میاشتو کې بشپړوي، څو په راتلونکي کې د کرنیزو ځمکو خوندیتوب تضمین کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت