د خوست ولایت درې ولسوالیو کې د کرنې ریاست کړنې وارزول شوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۱۶:۷
د خوست ولایت درې ولسوالیو کې د کرنې ریاست کړنې وارزول شوې

۲۷ وږی ۱۴۰۳ه‍.ش
۱۴ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د درېیو ولسوالیو (صبریو، باک او ځاځي میدان) کارمندانو د فعالیتونو ارزونه د مرکز کابل څخه د داخلي تفتیش پلاوي له خوا ترسره شوه. یاد پلاوي د عشر او زکات عوایدو، مالي، اراضي او حسابي چارو موضوعاتو څارنه وکړه.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ته د کابل څخه ورغلي داخلي تفتیش غړو احسان الله احساس، خداداد، زاهد الله منوري او د عشر او زکات عوایدو د تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد په ملتیا پلاوي، د صبریو، باک او ځاځي میدان ولسوالیو د کرنې ریاست د کارکوونکو، د عشر او زکات او نورو اړونده چارو د ارزونې په موخه سفر ترسره کړ. 
پلاوي د یادو ولسوالیو له مسوولینو (ولسوالانو) سره لیدنې وکړې او اړوند موضوعات یې تبادله کړل. د سفر موخه د کرنې ریاست د کارکوونکو د کړنو ارزونه او د عشر او زکات د عوایدو کتابچو ارزول د عشر او زکات ورکوونکو ته د ورکړو رسیدونو سره یاده شوې ده. د پلاوي ارزونه مثبته وه، خو په ځینو برخو کې نېمګرتیاوې هم په ګوته شوې او د ښه والي سپارښتنې هم ورکړل شوې.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د داخلي تفتیش دغه ارزونې په ځانګړي ډول د مالي او حسابي چارو د شفافیت او د عشر او زکات عوایدو د راټولو څرنګوالي څارنه کوي. په ولایتونو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاستونو فعالیتونه د اړونده ادارو د لا ښه والي او شفافیت په موخه په منظمه توګه تر ارزونې لاندې نیول کېږي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت