هلمند کي د لبنیاتو ٦٠ تنه کاروباریان وروزل شول  

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۲۹
هلمند کي د لبنیاتو ٦٠ تنه کاروباریان وروزل شول  

دهلمند ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د مالدارۍ او حیواني روغتیا آمریت له لوري، مرکز لښکرګاه بولان سیمه کې د ځنځیري ارزښت کرنیزې مؤسسې په مالي همکارۍ ددې ولایت دلبنیاتو ٦٠ تنو کاروباریانو ته په بېلابېلو برخو کې روزنیز پروګرام په لاره واچول. 
په دغه روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د شېدو د پروسس، حفظ الصحې ، بازار موندنې او د کیفیت او کمیت له پلوه د لبني موادو څخه د اړتیا وړ خوراکي توکیو چمتو کولو په برخه کې لازم معلومات وړاندې شول. 
په ورته وخت کې ګډونوالو دغه ډول پروګرامونه مؤثر وبلل او د کرنې ریاست له مسؤلینو یې ددوام غوښتنه وکړه .
د هلمند دکرنې ریاست هڅه کوي، چي په دې ولایت کي خصوصي سکټور ته وده او پراختیا ورکړي ترڅو د کورنيو محصولاتو صادرات پیاوړي او د بې کیفیته وارداتو کچه ټیټه شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت