د ننګرهار د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ددې ولایت له والي سره وکتل

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۷ - ۹:۳۱

د ننګرهار والي حاجي ملا محمد نعيم اخند دننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس او د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي مشر مولوي محمد ولي محسن او غړو سره په کتنه کې دوی ته د غصب په مخنيوي کې لازمې سپارښتنې وکړې.
د ننګرهار والي په ياده برخه کې د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي ستونزې، غوښتنې او وړانديزونه واورېدل او د همکارۍ ډاډ يې ورکړ. د ننګرهار والي دغه راز د يادې پروسې ښه مديريت په موخه پلاوي ته په يو شمېر برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د تورخم نوي ښارګوټي په اړه معلومات شريک کړل، همدا راز يې تخنيکي پلاوي سره ولسوالانو له لوري د همکارۍ تر سره کولو غوښتنه وکړه، دوی دغه راز د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي او امارتي قضاياو پر واکونو هم خبرې وکړې.
ياد پلاوي دغه راز وويل، چې تېر کال کې د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي ۴۳۸۶ جريبه ځمکه بررسي کړې، چې له دې ډلې يې چمتلې ښارګوټي کې ۳۵۵۰ جريبه ځمکه تشخيص شوې، چې دوسيه تر کار لاندې ده.
د غصب مخنيوي تتخنيکي پلاوي دغه راز وويل، چې چهاردهي سيمه کې ۱۳۸ جریبه وقفي ځمکه تشخيص شوې او متصرفينو ته استعلامونه ورکړل شوي دي، چې دوسيه به يې وروستيو اجراتو په موخه د استرداد کميسيون ته ولېږل شي.
دوی زياته کړه، چې د پچير اګام ولسوالۍ پاس صبر کې ۲۳۵ جريبه ځمکه تشخيص شوې چې کورديناتي نقاط يې اخیستل شوي او متصرفينو ته يې استعلامونه ورکړل شوي دي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۳:۲۸
Background image

ننګرهار کې ۴۰ بزګرانو ته د جوارو د حاصل ټولولو په موخه وسایل ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د ماشومانو د ساتنې دفتر له لوري د سره‌رود ولسوالی ۴۰ تنو بزګرانو ته د جوارو د حاصل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۴۰
Background image

ننګرهار کې ۴۵۰ کورنیو ته د سبو تخمونه او کرنیز توکي ووېشل شول

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۲۲
Background image

خوست کې پر سلګونو بزګرانو اصلاح شوي تخمونه وېشل کېږي

۲۳ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۳ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر څارنې لاندې، د دغه ولایت د مرکز په درېیو اړوندو واحدونو کې ۱۵۰۰ مستحقو بزګرانو ته د اصلاح. . .

بازگشت